اسلام اوديموکراسي
دموکراسی Democratie يوه لاتينی کلیمه ده چې له دو برخو جوړه شوي ده Demos په منعی د خلکو او Cratie په معنی د حکومت چې پوره معنی د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .
ددی نظام جوړونکی بشردی آساسی هدف يې د دولت له دين څخه جلاوالی دی يعنی يو بې دينه حکومت چې حکومتی قوانين يې پربې دينی ولاړ وي ساخاګې به وي ولی د ټولنی د افرادو لپاره د دين آزادی شته خو کله چې پرټولنه يوبې دينه حاکميت وي خامخا به له ټولنی څخه هم دين کميږي .
په غرب کې د دموکراسۍ نظريه هغه وخت منځ ته راغله چې مسحيت ونه شوای کړای د بشرمشکلاتو ته قانع ځواب ووايې ځکه مسحيت خومسنوخ شوي او په بشپړه توګه تحریف شوي دين ؤ چې د خپلو خواهشاتو پر بنا جوړ شوی ؤ .
د دموکراسۍ اساسی اهداف :
۱- د حکومت څخه د دين جلاوالی
۲- مساوات
۳- بې قيده او بې واکه آزادي
ولی اسلام له دموکراسې سره په ټکرکې دی ؟
۱- په ديموکراسۍ کې د حکومت او دين جلاوالی :
د ديموکراسۍ فيصلی او قوانين ساختګې دي د خلکو لخوا جوړ شوي دي ولی د اسلام ټول قوانين او فيصلی د الهی قوانين دي إِنِ الْحُـــــكْمُ إِلَّا لِلَّهِ
ځکه چې د ټولو پيغمبرانو عليهم سلام د رسالت يو آساسی هدف داؤ چې په ټولنه کې عدل قايم کړي واضح ده چې د عدل د قايم دنده د يوه حکومت وي .
قوله تعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۲۵الحديد
يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران ع له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی
سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پر خلکو کې عدل قايم شي .
او بل دا چې :
داسلام تاريخ په دو برخو ويشل شوی دی د تکوين دوره او د حکومت او شريعت د تأسيس دوره .
د تکوين دوره چې په مکه کې د وحی د نزول شروع ؤ پيغمبرص د الهی دستور له مخې د شرک او بت پرستی پر وړاندې مبارزه کوله او خلکو ته يې د اسلام دعوت کولو پدغه دوره کې رسول الله ص او يارانو يې د مشريکنو لخوا سخت تکليفونه ګاللی دی چې آخر انجام يې دا شو چې مسلمانانو تصميم ونو چې حبشی ته هجرت وکړی .
څه وخت ورسته رسول الله ص د يثرب له خلکو سره په مؤقاتو په سياسی کار لاس پوری کړ د يثرب له خلکو سره لومړی د (عقبه ) تړون وکړ او ور پسی بل مهم دفاعی تړون (د دوهم عقبه يا عقبه کبری ) په نوم وکړ پدغه تړون کې د انصارو ۷۳ کسان نرينه او دوی ښځی موجودی وی .
چې د رسول الله ص سره يې د عقبه په وادی کې د کلکی دفاع تړول لاسليک کړ .
يعنی مخکې لدې چې په مدينه کې يو کلک اسلامې حکومت جوړ شي رسول الله ص په ډيرو سختو شرايطو کې سياسی هلی ځلی پيل کړی او په مدينه کې يې د يو حکومت د جوړولو لپاره تړونونه وکړل .
د مدينی منوری ټول دور د حکومت او شريعت په تأسيس کې تير شوي دی .
نو دين به ولې له حکومت څخه جلاوي ؟
۲- مساوات :
په ديموکراسۍ کې نر او ښځه مساوی کڼی او دوی ته د مساوي دندو ور سپارل يې قانون دی :
د رد دلايل :
داسلام مقدس دين دنر اوښځی مساوات دانسانيت اوبشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .
دښځی اونر ترمنځ چه په ځنو حقونواودندو کې فرق ورکړشوي دي دا فرق دفطري اختلافاتوپه نظرکې نيولوسره شوي دي چه دا اختلافات په قطعی توګه په ښځه اونرکې موجود وي .
داسلام مقدس دين چه دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندوياوظايفو کوم ويش کړی دی ډيرعادلانه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت اود فطری جوښت په نظر کې نيولوسره کړي دی .
نرياښځه هغه وخت خپل آساسی وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای شي چه دفطری جوشت مطابق وظيفه اودنده وروسپارل شي .
مثلاٌ ښځه نسبت نر ته دلوړ رحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دمور کيدلو لوړ قابليت لري
هغه مور وي چه کومه شپه يې اولاد نارام يانا روغ وي ترسبا دخپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای شي ؟ نه
ـاسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ ) (سړي حاکمان دی پر ښځو باندې په سبب ددی چې فضيلت ورکړی دی الله ځنی د دوی پر ځنو نورو باندې ).
داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت هم نرينه مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسی .
يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .
بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .
۳- بې قيده او بې واکه آزادي :
د رد دلايل :
هو د اسلام په مقدس دين کې د مصلحت لپاره د بيان پوره آزادی شته د مثال په ډول ابوبکر صديق رض د خلافت په دوره کې خپل رعيت ته وايې که زه د تاسی شکاياتو ته غوږ ونه نيسم نو په ما کې خير نشته او که تاسې ماته خپل غيبونه را په ګته نه کړﺉ نو بيا پر تاسی کې خير نشته .
همدارګه د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رض يو ورځ پر منبر د وغظ لپاره پورته شو يو کس را ولاړ شو او ورته ويې ويل تر هغه د دعوت او تبليغ حق نلری تر څو چې زما پوښتنی ته ځواب ونه وايې اميرالمؤمنين ورته وايې څه پوښتنه ده ؟ ووايه ، هغه کس ورته وايې پوښتنه داده چې د ټولو لنګونه يوشان ؤ (د غنيمت په پيسو رخت اخيستل شوی ؤ چې ټولو ته مساوي ويشل شوی ؤ) ولی ستا لنګ اوږد دی ؟
اميرالمؤمنين ورته وايې ډير ښه دا ځکه اوږد دی چې زما قد څه لوړ ؤ هغه لنګ نه رسيدلو د خپل زوی لنګ مې ورسره يوځای کړی دی .
پوښتنه کونکی وويل اوس پوه شم تبليغ پيل کړه .
د بيان آزادی خو دې ته وايې چې په هغی کې خير او مصليحت وي .
ولې په اسلام د بيان دا ډول آزادﺉ ته اجازه نشته چې په هغې کې د دين ، قوم او شخص سپکاوي وي لکه د ننۍ ديموکراسۍ د بيان آزادی .
په اسلام کې د ژوند پوره آزادی ده چې هر کس به د انسانيت ،ادب او اخلاقو په چوکات کې پر خپلو ټاکل شوو حدودو روان وي .
خو داسې آزادی پکې نشته چې يو کس د انسانيت خلاف خپل ځان لوچ کړی او مزی وکړي .
داسې آزادی پکې نشته چې د زړه په وينو اولاد لوی کړه خو بيا چيری يې چې زړه وي هلته مزی چړچی کوي مور او پلار څه نشی کولای که څه وکړی نو هغه جرم دی او د خلکو په شخصی ژوند کې مداخله ده .
داسې آزادی پکې نشته چې د حيوانيت تر قانون هم پست ژوند وشي يعنی د همجس بازی په ډول جنسی افعال .
لنډ داچې ديموکراسۍ ددين ، انسانيت ، سړيتوب ، ادب او اخلاقو څخه د ټولنی آزادول دی او د يوی ټولنی د حيوانيت طرف ته بول دي